CRI Online

لي که چيانګ د چين او استراليا د صنعتي او تجارتي مشرانو ترمنځ په غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-03-25 15:51:15

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ د ٢٤مې نېټې له غرمې وروسته په سيدني کې د استراليا له صدراعظم ملکولم توربنتول سره د چين او استراليا د صنعتي او تجارتي مشرانو ترمنځ په غونډه کې ګډون وکړ.

د دواړو هېوادونو د صنعتي او تجارتي استازو د ويناوو له اورېدلو وروسته، صدراعظم لي که چيانګ وويل، په تېرو لسو کلونو کې د چين او استراليا ترمنځ د سوداګرۍ د زياتوالي منځنی کلنی انډول له ٩٪ نه لوړ دی. له واقعي تجربو څخه ښکاري چې د سوداګريزو خنډونو له منځه وړل او د متقابل ورخلاصون پياوړتيا د اقتصادي پرمختګ او د خلکو ژوند د ښه والي لپاره ګټوره ده.

لي که چيانګ وويل، چين چيني تصدۍ غواړي د استراليا د بنسټيزو تاسيساتو په ابادۍ کې ګډون ولري او په استراليا کې نورې زياتې پانګې ولګوي. هرکلی کوو چې استراليايي تصدۍ په چين کې پانګونه وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای