CRI Online

جانګ ګاو لي د ۲۰۱۷م کال لپاره د بو او د اسيايي فورم د کلنۍ غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-25 15:54:30

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيرو او د صدراعظم مرستيال جانګ ګاو لي د مارچ په ۲۵مه نېټه د های نان ولايت په بو او کې د ۲۰۱۷م کال لپاره د بو او د اسيايي فورم د کلنۍ غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه چې عنوان يې دی: د اقتصاد د نړيوال کېدو د پياوړتيا او د اسيا او نړۍ د ښه راتلونکي لپاره بايد ګډ کوښښونه وشي. د پنځوسو هېوادونو او سيمو يو زر او اووه سوه تنو سياسي، سوداګريزو او صنعتي استازو او کارپوهانو پکې ګډون درلود.

ښاغلي جانګ ګاو لي وويل، چې د سږ کال په جنورۍ مياشت کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د داوس د نړيوال اقتصادي فورم په کلني غونډه کې يوه مهمه وينا کړې وه او د اقتصاد د نړيوال کېدو په اړه نظريې يې څرګندې کړې دي چې د اوسني نړيوال اقتصاد په وړاندې د ستونزو او ننګونو د ليرې کولو او د بشري ټولنې د سمسورتيا او ترقي لارښوونه يې کړې ده. اسيايي هېوادونه په فعاله توګه د اقتصاد د نړيوال کېدو په بهير کې برخه اخلي، د خپل هېواد د چټک پرمختګ لپاره زيار باسي او د اسيا معجزه رامنځته کوي. اسيايي هېوادونه د نړيوال اقتصاد د زياتوالي لپاره فرصتونه برابروي، د اسيايي ځانګړتيا لرونکې عصري کېدو لاره پيدا کوي او اسيايي تجربې راغونډوي. بېلا بېل هېوادونه بايد د نړۍ او زمانې د پرمختيا په طرز د خپلو تجربو او ذکاتونو په وسيله د اقتصاد د نړيوال کېدو او ازاد سوداګرۍ د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي، تر څو د اسيا او بشريت د برخليک ګډه ټولنه جوړه شي.

ښاغلي جانګ ګاو لي وويل، چې بېلا بېل هېوادونه بايد د سوله ييز پرمختګ پر لاره ټينګار وکړي او ګډ، مجموعي، همکاريز او پر له پسې امنيتي نظر پلی کړي، تر څو سوله ييز او ثابت پرمختيايي چاپيريال وساتل شي. بېلا بېل هېوادونه بايد د نوښت په رڼا کې د پرمختګ د پياوړتيا لپاره زيار وباسي. د هغو ګډو نظرونو سره سم د نوښت او اصلاحاتو پر بنسټ نوی خوځنده ځواک پيدا کړي کوم چې په هانګجو کې د شلو هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې تر لاسه شوې دي. بېلا بېل هېوادونه بايد د ورخلاصون او پرمختګ لپاره ګډ کوښښونه وکړي او د نړيوال اقتصادي همکاريو او ازاد سوداګريو شبکه جوړه کړي. بېلا بېل هېوادونه بايد له اقتصاد له پرمختګ څخه ګټه واخلي او په عادلانه توګه د نړيوال اقتصاد د ادارې سيستم اصلاح وکړي، تر څو د نړيوال اقتصاد زياتوالی وساتل شي.

نوموړي وويل، سږ کال به د چين د کمونېست ګوند نولسمه ملي غونډه تر سره شي، سږ کال د چين د ديارلسم پنځه کلن پلان د پلې کېدو لپاره کليدي اهميت لري او په روان کال کې به په چين کې اقتصادي اصلاحات ژور شي. موږ به د شي جين پينګ په مشرۍ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې تر لارښوونې لاندې ښه او عالي کارونه تر سره کړو او د اقتصاد سالم پرمختګ او د ټولنې همغږي به پياوړې کړو.

نوموړي زياته کړه چې چين به په پر له پسې توګه د اصلاحاتو پر ستراتيژۍ ټينګار وکړي او چيني بازار ته د بهرنيو پانګونو د ننوتلو شرايط به پراخ کړي. چين به د پانګه اچوونکو حق د ساتلو لپاره هڅې وکړي. چين به د اسيايي هېوادونو په شمول له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د بشريت د سولې او پرمختګ لپاره خدمتونه وکړي. د روان کال د می په مياشت کې به په بېجينګ کې د يوه کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو سرمشريز فورم تر سره شي. برخوال به په ګډه همکاريز پلان طرحه کړي، همکاريزه صحنه جوړه کړي او له همکاريو څخه ګټه واخلي، تر څو دغه پلان د خلکو لپاره ګټور تمام شي.

د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار په شمول د ځينو هېوادونو استازو هم د د غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ويناوې وکړې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای