د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي ليو جيه يي د مارچ په ٢٤مه نېټه وويل، چې نړيواله ټولنه بايد له شخړه لرونکو هېوادونو سره مرستې زياتې کړي، د ترهګريزو ډلو د قاچاق او د تاريخي اثارو د ليږد لارې دې وتړي، او په اخ وډب کې د تاريخي اثارو د ساتلو لپاره دې ګډې هڅې وکړي.
د م م امنيت شورا په همدې ورځ په شخړو کې د ترهګريزو ډلو له خوا د اثارو د ويجاړېدو او قاچاق کېدو د مخنيوي په اړه يوه غونډه تر سره کړه او د ٢٣٤٧م نمبر پريکړه ليک يې تصويب کړ.
ليو جيه يي د نوموړي پريکړه ليک له تصويبېدو وروسته وويل، هغه هېوادونه چې پکې شخړه لري، بايد د خپل هېواد د اثارو ساتنې ته پاملرنه زياته کړي، اړوندې تګلارې او د پيشبينۍ ميکانيزم دې جوړ کړي، په اړوند نړيوال همکاريز چوکاټ کې دې ګډون وکړي او د هنري اثارو د ساتلو په برخه کې دې خپل توان ځواکمن کړي. نړيواله ټولنه بايد په شخړو کې د ښکېلو هېوادونو د ملي حاکميت د درناوي پر بنسټ مرستې برابرې کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |