CRI Online

د ۲۰۱۷م کال لپاره د بو او د اسيايي فورم کلني غونډه پرانيستل شوه او چين به له مختلفو هېوادونو سره يو ځای د اقتصاد د نړيوال کېدو لپاره هڅې وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-25 16:44:12

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيرو او د صدراعظم مرستيال جانګ ګاو لي د مارچ په ۲۵مه نېټه د های نان ولايت په بو او کې د ۲۰۱۷م کال لپاره د بو او د اسيايي فورم د کلنۍ غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه چې عنوان يې دی: د اقتصاد د نړيوال کېدو د پياوړتيا او د اسيا او نړۍ د ښه راتلونکي لپاره بايد ګډ کوښښونه وشي. د پنځوسو هېوادونو او سيمو يو زر او اووه سوه تنو سياسي، سوداګريزو او صنعتي استازو او کارپوهانو پکې ګډون درلود.

ښاغلي جانګ ګاو لي وويل، چې د اسيا پرمختګ له ټولې نړۍ سره نژدې اړه لري او د نړۍ سمسورتيا هم له اسيا سره ژورې اړيکې لري. په تېرو څو لسګونو کلونو کې د اسيايي هېوادونو چټک پرمختګ د اقتصاد د نړيوال کېدو د بهير پر بنسټ تر سره شو. ده وويل، 

اسيايي هېوادونه په فعاله توګه د اقتصاد د نړيوال کېدو په بهير کې برخه اخلي، د خپل هېواد د چټک پرمختګ لپاره زيار باسي او د اسيا معجزه رامنځته کوي. اسيايي هېوادونه د نړيوال اقتصاد د زياتوالي لپاره فرصتونه برابروي، د اسيايي ځانګړتيا لرونکې عصري کېدو لاره پيدا کوي او اسيايي تجربې راغونډوي. اسيايي هېوادونه د نړۍ د يو لاس کېدو له بهير څخه ملاتړ کوي، ورڅخه ګټه اخلي او د اقتصاد نړيوال کېدو لپاره خدمتونه کوي.

ښاغلي جانګ ګاو لي وويل، چې د سږ کال په جنورۍ مياشت کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د داوس د نړيوال اقتصادي فورم په کلني غونډه کې يوه مهمه وينا کړې وه او د اقتصاد د نړيوال کېدو په اړه نظريې يې څرګندې کړې دي.د اقتصاد د نړيوال کېدو بهير د ټولنې د توليدی توان د لوړتيا او د ساينس د ترقۍ يوه پايله ده او د نړيوال اقتصاد د زياتوالي خوځنده ځواک هم دی. ده وويل، 

د رئيس شي جين پينګ مهمه وينا د اوسني نړيوال اقتصاد په وړاندې د ستونزو او ننګونو د ليرې کولو او د بشري ټولنې د سمسورتيا او ترقي لارښوونه کړې ده. بېلا بېل هېوادونه بايد د نړۍ او زمانې د پرمختيا په طرز د خپلو تجربو او ذکاتونو په وسيله د اقتصاد د نړيوال کېدو او ازاد سوداګرۍ د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي، تر څو د اسيا او بشريت د برخليک ګډه ټولنه جوړه شي.

ښاغلي جانګ ګاو لي په خپله وينا کې له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د سولې، نوښت، ورخلاص، ګډو ګټو او عادلات پر افکارو ټينګار وکړي او د سيمه ييزو همکاريو د ژورتيا او د اقتصاد د نړيوال کېدو لپاره ګډې هڅې وکړي. ده وويل،

د اقتصاد د نړيوال کېدو او د ازاد سوداګرۍ ګامونه به په پر له پسې توګه پورته شي او د هيڅ ستونزې له امله ونه ځنډېږي. موږ بايد د اقتصاد نړيوال کېدو او ازادي سوداګرۍ د بهير د پياوړتيا لپاره ګډ کوښښونه وکړو، تر څو د اسيا او حتی نړۍ ښه راتلونکې رامنځته او وساتل شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای