CRI Online

رجب طيب ايردوګان: ترکيه ښايي د ټولپوښتنې له لارې پريکړه وکړي چې په اروپايې ټولنې کې ګډون وکړي او که نه.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-26 15:19:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې ولسمشر رجب طيب ايردوګان د مارچ په ۲۵مه نېټه وويل، چې امکان شته چې ترکيه په اپريل کې د اساسي قانون د ترميمولو په اړه له ټولپوښتنې نه وروسته يوه بله ټولپوښتنه هم وکړي او په دې وسيله پريکړه وکړي چې ترکيه په اروپايې ټولنې کې ګډون وکړي او که نه.

نوموړي د ترکيې په انتاليا کې په يو فورم کې دغه څرګندونې وکړې. نوموړي وويل، چې ترکيه به د اپريل په ۱۶مه نېټه د اساسي قانون د ترميمولو په هکله ټولپوښتنه وکړي. له دې نه وروسته به ياده ټولپوښتنه تر سره شي کوم چې له اورپايې ټولنې څخه د وتلو په هکله د بريټانيې ټولپوښتنې ته ورته وي.

په تېرو څو ورځو کې د ترکيې حکومت د المان او هالند په شمول اروپايې هېوادونو ته چارواکي ولېږل، تر څو د اساسي قانون د ترميمولو په ټولپوښتنې کې د ځايي ترکيانو د ګډون هڅونه وکړي. خو د اروپايې ټولنې څو هېوادونو د ترکيې د دغه عمل مخنيوی وکړ، نو له دې امله د دغو هېوادونو او ترکيې ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې دي. ايردوګان د مارچ په ۲۳مه نېټه خبر ورکړی چې ترکيه به له اروپايې ټولنې سره سياسي اړيکې بيا وارزوي چې په دې جملې کې د پناه وړونکو د ميشتېدلو له تړون څخه عبارت دی.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای