CRI Online

لي که چيانګ په استراليا کې له چينايانو او چيني اوسيدونکو څخه غوښتنه وکړه چې د چين او استراليا ترمنځ د دوستۍ د پل په توګه رول ولوبوي.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-26 15:27:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، پر ځايي وخت د مارچ د ۲۵مې نېټې په ماښام د چين صدارعظم لي که چيانګ چې اوس له استراليا څخه په خپله رسمي ليدنه بوخت دی، له خپلې ميرمن چنګ هونګ سره په سيدني کې په استراليا کې د چينايانو او چيني اوسيدونکو لخوا په تر تيب شوې يوه مېلمستيا کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه.

هغه په لنډه توګه د چين د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ حالات شريک کړل. هغه وويل، چې چين د اقتصاد له نړيوال کېدو، د سوداګرۍ له ازادېدو او د کولتور له متنوع کېدو څخه ټينګ ملاتړ کوي. له استراليا څخه د ده د ليدنې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ زياتې ګډې ګټې تر لاسه کړې دي او دواړه هېوادونه به په ګډه نړۍ ته د سوداګرۍ او پانګونې د ازادېدو او د سيمه ييز ثبات او نړيوالې سولې د ساتلو په اړه مثبته رويه وښيي.

نوموړي زياته کړه چې چين لا هم يو لوی پرمختيايي هېواد دی او د چين په مخ کې د عصری کېدو په هکله لاره اوږده ده. چين کارپوهانو او متخصصو کسانو ته اړتيا لري. هيله ده چې په استراليا کې وطنوال په چين کې پانګونه وکړي او محصلين له فارعېدو نه وروسته د هېواد ابادۍ لپاره خدمتونه وکړي، تر څو د چين او استراليا ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا لپاره مثبت رول ولوبوي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای