CRI Online

د هانکانګ او مکاو چارو په اړه د چين د دولتي شورا د دفتر وياند د هانکانګ د پنځمې دورې مشر د ټولټاکنو د پايلې په اړه وينا وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-26 15:33:41

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د هانکانګ او مکاو چارو په اړه د چين د دولتي شورا د دفتر وياند د مارچ په ۲۶مه نېټه د هانکانګ د خاصې ادارې سيمې د پنځمې دورې مشر د ټولټاکنو د پايلې په اړه وينا وکړه.

نوموړي وويل، چې د مارچ په ۲۶مه نېټه د هانکانګ د خاصې ادارې سيمې د پنځمې دورې مشر د ټولټاکنو کميټې د قانون سره سم د نوې مشرې په توګه کاري لام چينګ يويټ نګور انتخاب کړې ده. دغه ټولټاکنې د چين او هانکانګ د اړوندو قوانينو سره سم تر سره شوې. د اغلې کاري لام چينګ يويټ نګور د هانکانګ د مشرې په توګه ټاکنه د چين د مرکزي حکومت له اړوندو شرايطو سره سمون خوري. دغه دفتر د هانکانګ د خاصې ادارې سيمې د حکومت لخوا اړوند راپور اخيستلی دی. مرکزي حکومت به د قوانينو سره سم د کاري لام چينګ يويټ نګور د ټاکنې مرحله تر سره کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای