CRI Online

په هانګ کانګ کې د چين د مرکزي حکومت د دفتر مسؤل خبر ورکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-03-26 15:43:54

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،په هانګ کانګ کې د چين د مرکزي حکومت د دفتر مسؤل د مارچ په ٢٦مه نېټه وويل، په خوشحالۍ سره مو ليدل چې د هانګ کانګ د مشرۍ ټولټاکنې د هانګ کانګ له اساسي قانون او د چين د ملي ولسي ګانګرس د دايمي کميټې له اړوندو پرېکړو او د هانګ کانګ له اړوندو قوانينو سره سم تر سره شوې چې د ټولټاکنو بهير سالم او شفاف و.

هغه لام چيڼګ يويټ نګور ته مبارکي وويله او هيله يې څرګنده کړه چې د هانګ کانګ د حکومت په مشرۍ له بېلا بېلو ټولنو سره يو ځای په هر اړخيزه توګه په يو هېواد کې د دوو قاعدو تګلاره او اساسي قانون پلی کړي او د اقتصادي پرمختګ او د خلکو ژوند د ښه والي لپاره کوښښ وکړي.هغه زياته کړه چې د چين د مرکزي حکومت دفتر به په پر له پسې توګه خپلې دندې پلې کړي او په پوره توګه به له قوانينو سره سم د هانګ کانګ حکومت د کارونو ملاتړ وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای