CRI Online

لي که چيانګ نوي زيلانډ ته ورسېد

cri     (GMT+08:00) 2017-03-26 16:43:56

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،پر ځايي وخت د مارچ په ٢٦مه نېټه د نوي زيلانډ د صدراعظم بيل انګليش په بلنه له دغه هېواد څخه د چين د صدراعظم لي که چيانګ رسمي ليدنه پيل شوه.

لي که چيانګ وويل چې ډېر خوشاله يم چې د چين او نوي زيلانډ ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ٤٥مې کاليزې پر مهال نوي زيلانډ ته سفر کوم.هيله ده چې د دې سفر له لارې به په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري او د خلکو تر منځ تګ راتګ پياوړی شي.

لي که چيانګ به د خپلې ليدنې په ترڅ کې له بيل انګليش سره خبرې اترې ،د دوه اړخيزې همکارۍ په اړه يو لړ سندونه به لاسليک کړي او ګډه مطبوعاتي غونډه به تر سره کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای