CRI Online

د بواو اسيايي فورم د اقتصاد د نړيوال کېدو د هڅولو اعلاميه خپره کړه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-27 08:54:22

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بواو اسيايي فورم د ٢٠١٧ کال کلنۍ غونډې د مارچ په ٢٦مه نېټه د اقتصاد د نړيوال کېدو د هڅولو اعلاميه خپره کړه او د بېلا بېلو هېوادونو له حکومتونو او نړيوالو تصديو څخه يې غوښتنه وکړه چې د بازارونو پر ورخلاصون، منتوع پرمختګ او اقتصادي همکارۍ ټينګار وکړي او د اقتصاد د ګډې سمسورتيا او دواملرونکي پرمختګ د تامينولو لپاره دې هڅې وکړي.

په نوموړې اعلاميې کې راغلي چې د اقتصاد نړيوال کېدل د ساينس او تکنالوژۍ د پرمختګ لازمه نتيجه ده. د اقتصاد د نړيوال کېدو په وړاندې د شويو مسئلو سبب دا دی چې د نړۍ د ادارې روان ميکانيزم د نړيوالو اقتصادي حالاتو له بدلونونو سره سمون نه لري. د نړيوال کېدو پرضد د تګلارو نيول دغه مسئلې نه شي حل کولای، بلکې د نړيوال اقتصاد پر پرمختګ له نويو ننګونو سره مخامخ کوي. نو نړۍ بايد د نړيوال کېدو په جريان کې معقول او ابتکاري ګامونه پورته کړي او د نړۍ د ادارې سيستم اصلاحات دې تر سره کړي.

په دې اعلاميه کې ياده شوې چې د بواو اسيايي فورم او ټول غړي غواړي خبرې اترې، همغږي او همکاري پياوړې کړي او د ورخلاصون، منتوعيت، ګډو ګټو او برابرۍ په بڼه د اقتصاد نړيوال کېدو په هڅولو کې خپل ځانګړی رول ولوبوي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای