د سين هوااژانس د خبر له مخې: د امريکا حکومت د مارچ په ٢٥مه نېټه په ايران، سوريې او شمالي کوريا د لويې پيمانې د وژونکو وسلو د خپرېدو د مخنيوي په اړوند د قانون په پلمه د روسيې پر اتو نظامي تصديو د نويو بنديزونو پريکړه وکړه او ويې ويل چې دغه بنديزونه له ٢٠١٤ کال وروسته پر روسيې له عملي شويو اقتصادي بنديزونو سره اړيکې نه لري. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا جاخاروا په ٢٦مه نېټه وويل چې روسيه د امريکا حکومت په دغې پريکړې نه پوهېږي او خپله مايوسي څرګندوي، خو دغه بنديزونه به روسيې ته سختې اغيزې ونه رسوي.
د تاس نيوس اژانس د خبر له مخې: وياندې جاخاروا په همدې ورځ د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د رسمی فيسبوک پاڼې له لارې ويلي واشينګتن د بنديزونو په هکله لا مالومات نه دي ورکړی، خو يوازې له ايران او سوريې سره د همکارۍ د مخنيوي په هکله د دوی د خپل قانون په اساس نوموړې کړنې کړې دي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |