د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د سوريې د کردي وسله والو سوريان ديموکراتيک پوځ د مارچ په ٢٦مه نېټه وويل دغو وسله والو په همدې ورځ له داعش څخه د تابکا په نوم د هوايي پوځ اډه ونيوه.
د دغه پوځ وياند تالال سيلو وويل چې له داعش سره له سختې جګړې وروسته پوځ د تابکا اډه نيولې چې دغه ځای ته د بشري مرستو د ليږلو موخه تر سره شي، خو اوس هوايي ډګر ترميمولو ته اړتيا لري.
دغه هوايي اډه د سوريې د الراقاه ولايت په جنوب لويديځ کې پرته ده. داعش د ٢٠١٤ کال په اګست مياشت کې د سوريې له حکومتي پوځ څخه دغه هوايي اډه تر لاسه کړه.
سيلو وايي د دغې هوايي اډې د نيولو پوځي فعاليت د امريکا په مشرۍ د نړيوال ائتلاف تر ملاتړ لاندې بشپړ شوی.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |