د مارچ په ٢٦مه نېټه، د چين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ليو جن مين د بواو د اسيايي فورم د ٢٠١٧ کال کلنۍ غونډې په بلنه د سيمه ييزو همکاريزو سازمانونو په ناسته کې ګډون درلود او د باور د ټينګوالي او د اسيا د سيمه ييزې همکارۍ د ژوروالي پر سرليک لاندې يې وينا وکړه.
نوموړي د په دې اړه خپل نظرونه او وړانديزونه بيان کړل چې د نړيوال کېدو په وړاندې په ستونزمن حال کې اسيا څنګه سيمه ييزه همکاري پياوړې کولی شي او څنګه د سيه ييز يووالي ابادي چټکولی شي. هغه وويل، په اسيا کې د سيمه ييزې همکارۍ شبکه د جوړېدو په حال کې ده. اسيايي سيمه ييزه همکاري له نويو فرصتونو او ننګونو سره مخامخ ده. اسيايي هېوادونه او سيمه ييز سازمانونه بايد د اسيايي برخلک ټولنې په اړه د مفکورې تر مشرۍ لاندې همکاريز موډل بشپړ کړي او د پرمختګ، امنيت په دوو برخو کې دې همکاري پياوړې کړي، او لوړې کچې ته د اسيايي سيمه ييزې همکارۍ د پرمختګ لپاره دې ګډ کوښښونه وکړي.
د اسيا د سيمه ييزو سازمانونو د مسئولينو او د اسيايي هېوادونو د کارپوهانو په شمول نژدې ٦٠ تنو په نوموړې ناسته کې ګډون کړی و.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |