د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مصر حکومتي خبري اژانس د مارچ په ٢٦مه نېټه خبر ورکړ چې د مصر د بېهيرا ولايت يوې محکمې په همدې ورځ د تېر کال په سپتمبر کې د ناقانونه کډوالو وړونکې بېړۍ د ډوبېدو په پېښه کې د لاس لرلو په تور ٥٦ مصريانو ته له ٢ کالو څخه تر ١٣ کالونو پورې د بند جزا ورکړه.
د ٢٠١٦ کال د سپتمبر په ٢١مه نېټه، يوه بېړۍ چې پکې ٦٠٠ ناقانونه کډوال سپاره وو، بېهيرا ولايت ته نژدې سمندري سيمه کې ډوبه شوه او له امله يې له ٢٠٠ تنو نه زيات وګړي مړه شول. اکثره سپرېلۍ مصريان او نور د افريقايي هېوادونو اتباع وو.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |