د ګردې نړۍ ويبپاڼې د خبر له مخې، د فيليپين ولسمشر رودريګو دوترتي د مارچ په ٢٦مه نېټې له چين سره د اړيکو د لا ټينګښت په اړه د فيليپين هيله بيا څرګنده کړه.
د فيليپين د سوداګرۍ ورځپاڼې د مارچ په ٢٦مه نېټه خبر ورکړ چې دوترتي د بوکيدنون ولايت په ملايبلاې ښار کې د کامولن فيسټوال د لمانځنې په فعاليت کې يادې څرګندونې وکړې. نوموړي په فيليپين کې د چين له لوي سفر جاو جيان هوا نه مننه څرګنده کړه چې په دې فعاليت کې هم ګډون درلود. هغه وويل، چې چين زما ګاونډی دی. يوازې غواړم ملګري وکړم او تجارت وکړم، تر څو زما خلک خوشحاله شي او زموږ وطن پرمخ بوزي. چين د فيليپين د ښه والي لپاره له موږ سره مرستې کړې دي.
په ياد خبر کې راغلي چې ولسمشر دوترتي له چين څخه وغوښتل چې د کرهڼې د پرمختګ په برخه کې له فيليپين سره مرستې وکړي او له فيليپين څخه د نارګيلونو او د کېلې ونو په شمول نور زيات کرهنيز توکي وارد کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |