CRI Online

ايران به پر ١٥ امريکايي تصديو بنديزونه ولګوي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-27 14:08:42

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت د مارچ په ٢٦مه نېته د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې ايران به د اسرائيلو او ترهګريزو کړو وړو د ملاتړ په تور پر ١٥ امريکايي تصديو بنديزونه ولګوي.

د ايران د دولتي خبري اژانس د مارچ په ٢٦مه نېټه د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې په حواله وويل، چې د ايران اسلامي جمهوريت په دې وروستيو کې د امريکا د حکومت له خوا پر ايران او نورو شخصيتونو د ناقانونه او يو اړخيزو بنديزونو لګولو عمل وغانده. د ايران حکومت د خپل هېواد وقار، د خاورو بشپړتيا او د خلکو امنيت ساتنې مسئوليت په غاړه لري، او هيڅ بهرنی بنديز نه مني.

په ياده اعلاميه کې همدارنګه راغلي چې يادې ١٥ امريکايي تصدۍ کوم چې له بنديزونو سره مخامخ دي، ښايي د ترهګرۍ او د اسرائيلو له خوا د فلسطيني خاورو د نيول کېدو ملاتړ کړی وي او يا يې اسرائيلو ته د فلسطينيانو ځپلو لپاره وسلې او سامانونه ورکړي وي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای