CRI Online

په موصل کې له يوې ويجاړ شوې ودانۍ څخه ٦١ مړي پيدا شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-27 14:13:04

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق پوځي ادارې د مارچ په ٢٦مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې ژغورونکو د موصل ښار په لويديځ کې د يوې بمباري شوې ودانۍ څخه ٦١ مړي پيدا کړي.

له يوې تازه خپرې شوې ويډيو څخه ښکاري چې د امريکا تر ملاتړ لاندې په موصل کې د يو هوايي بريد له امله ښايي سلګونه عام وګړي وژل شوي وي. د عراق د خبري رسنيو د خبر له مخې، کله چې هوايي بريد روان و، د موصل د لويديځې سيمې په يوه ودانۍ کې له ٢٣٠ تنو نه زيات عام وګړي مېشت و.

د عراق د پوځي ادارې په اعلاميه کې راغلي چې له پوځي کارپوهانو څخه يوې جوړې شوې کميټې د يادې ودانۍ پلټنه وکړه او دا يې پيدا کړه چې د ودانۍ په ديوال کې بمونه ځای پر ځای شوي وو، او د پېښې په ځای کې د لوي موټر بم د چاودنې نښه شتون لري، چې ښايي د دغه ودانۍ د ويجاړېدو سبب شوې وي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای