د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د سره صليب ټولنې او د چين د بهرنيو بندرونو شرکت په مرسته د (( بو ای )) په نوم د چين او پاکستان ترمنځ د بيړني طبي مرکز د ابادۍ ساختماني مواد د مارچ په ٢٦مه نېټه د پاکستان ګوادر بندر ته وليږدول شول. د ټاکلي پلان له مخې، دغه مرکز به د مې له لومړۍ نېټې مخکې جوړ او پرانيستل شي.
نوموړي طبي مرکز چې عمومي مساحت يې ٥٠٠ متره مربع دی، د بنسټيزو طبي چارو، بېړنۍ ژغورنې او د جراحۍ د کوچنيو عملياتو توان لري.
نوموړي طبي مرکز د چين او پاکستان ترمنځ د بېړنۍ ژغورنې دهليز د ابادۍ لومړی ټکی دی. د پلان له مخې، د بېړنۍ ژغورنې دهليز د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د ابادۍ په لار کې به د بېړنيو طبي مرکزونو، امبولانسونو، ژغورونکو او معلوماتي سيستم په شمول طبي ستېشنونه جوړ شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |