CRI Online

د جنوبي کوريا څارنوالي د پارک ګيون هيي د نيولو غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-27 14:55:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جنوبي کوريا څارنوالي د مارچ په ٢٧مه نېټه له محکمې څخه د پخوانۍ ولسمشرې پارک ګيون هيي د نيولو غوښتنه وکړه. محکمه به په نژدې راتلونکو ورځو کې يادې غوښتنې ته ځواب ورکړي.

د جنوبي کوريا څارنوالي په دې نظر ده چې پارک ګيون هيي د ولسمشرۍ له واک څخه د ناوړې استفادې، له تصديو څخه د پيسو او شتمنۍ د اخيستلو او د پټو اسرارو په څرګندولو تورن ده، په پلټنه کې يې اکثره جرمونه رد کړي او ښايي اړوند شواهد يې له منځه وړي وي. دغه راز څارنوالي له محکمې څخه د پارک ګيون هيي د نيولو حکم وغوښتلی دی.

د معلوماتو له مخې، محکمه ښايي د مارچ په ٣٠مه نېټه د نيولو په اړه پريکړه وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای