CRI Online

د بو او اسيايي فورم د نړيوال کېدو د هڅونې اعلاميه خپره کړه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-27 16:01:25

د بو او د اسيايي فورم د ٢٠١٧ کال کلنۍ غونډه د مارچ په ٢٦مه نېټه پای ته ورسيده چې د اقتصاد د نړيوال کېدو د هڅونې اعلاميه پکې خپره شوه. د کلنۍ غونډې په موده کې د سينګاپور وياړمن دولتي سلاکار وو ځو دونګ، د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک مشر جين لي چون او د چين د مرکزي بانک مشر جو شياو چوان او نورو ميلمنو د نړيوال کېدو او د ازادی سوداګرۍ د راتلونکی په هکله ژورې سلامشورې وکړې او د نړيوال کېدو د نور ښه پرمختګ لپاره يې نظريې راغونډې کړې.

د اقتصاد د نړيوال کېدو د هڅونې په اعلاميه کې ويل شوي دا د انديښنې وړ خبره ده چې اوس نړيوال اقتصاد له فشارونو سره مخامخ دي او د نړيوال کېدو په مقابل کې عملونه د سوداګرۍ د ساتلو غوښتنې زياتې شوي چې نړيوالې سوداګرۍ او پانګونې ته به احتمالي بدې اغيزې ورسوي. په دې حال کې د اسيا بېلا بېل هېوادونه بايد د بازار پر ورخلاصون، منتوع پرمختګ او اقتصادي همکارۍ ټينګار وکړي تر څو د سيمه ييز اقتصاد د ګډې سمسورتيا او دواملرونکي پرمختګ تامين وکړي.

په ياده غونډه کې د زياتو ميلمنو په نظر که يو هېواد د نړيوال کېدو په سيالۍ کې د ګډون په بهير کې کافي توان نه لري، د ګمارنو ځينې فرصتونه به له لاسه ورکړي. د سينګاپور وياړمن دولتي سلاکار وو ځو دونګ وويل دا څرګنده ده چې نړيوال کېدل به اقتصاد ته زياتې ګټې ورسوي، خو منفي لاملونه بايد په اغيزمنه توګه حل شي. (اواز)

اوس موږ بايد د نړيوال کېدو منفي خوا ته پاملرنه وکړو، خو د نړيوال کېدو مخه نه شی نيولی چې تکنالوژي او انټرنيټ دواړه د پرمختګ په حال کې دی چې شا ته نه شی تللی. خو د نړيوال کېدو منفي خوا بايد په اغيزمنه توګه حل شي چې يوه خوا وروسته پاتي هېوادونه بايد د توان له پياوړتيا وروسته په نړيوال کېدو کې برخمن وي او ځيني هېوادونه د روزنې، ښوونې او نوښت له لارې د ګمارنو نوي فرصتونه جوړ کړي.

د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک د نړيوال کېدو په بهير کې مهم رول لوبولی او لوبوي يې. د دغه بانک مشر جين لي چون وويل(اواز)

په نړيوال اقتصاد کې بايلونکي نه شته، سره له دې چې هر هېواد تر مختلفې اندازې ګټې تر لاسه کوي. امکان شته چې په يو هېواد کې ځيني کارګران خپل کارونه له لاسه ورکړي، خو دوی د حکومت عمومي اقتصادي تګلارو ته اړتيا لري. شکايت هر تن ته ګټې نه شی رسولی، نو د بنسټيزو تاسيساتو په ابادۍ کې پانګونه او د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ پياوړتيا به د يو ښه ټکي په توګه د حکومتونو تر منځ د خبرو اترو هڅونه وکړي چې لا زياتو کسانو ته ګټې ورسول شي. نو زموږ کارونه يوازې په يو هېواد کې د اوسپنيزو لارو او يا بريښنايي فابريکو جوړول نه دي، که دغه بنسټيز تاسيسات تر ښې همغږۍ لاندې تر سره وشي او خلکو ته ګټې رسولی شي.

د مارچ په نيمايي کې د شلو هېوادونو ډلې د مالي وزيرانو او د مرکزي بانکونو د مشرانو په غونډه کې د امريکا د مخالفت له امله د سوداګرۍ د دوام غوښتنې سره د مخالفت مادې د څه دپاسه لسو کلونو راهيسی د لومړی ځل لپاره د غونډې په ابلاعيه کې شاملې نه وې. په همدې وخت کې دا امکان شته دی چې امريکا به له نورو هېوادونو څخه د وارداتو په ترڅ کې ماليات راغونډ کړي، خو له امريکا څخه د توليداتو او صادراتو په ترڅ کې به ماليات لغوه کړي. په دې هکله د چين د مرکزي بانک مشر جو شياو چوان وويل (اواز)

زه نه پوهېږم چې اخري پريکړه به څه ډول وي، خو امکان شته چې دغه پريکړه به د امريکا د صادراتو اندازه پياوړې کړي، خو وارداتو ته به يې خنډونه ورسوي. چين په ډېرو کلونو کې د ورخلاصون تګلاره غوره کړې او په دې پوهيږو چې د صادراتو د هڅونې لپاره بايد په ازاد ډول واردونکی مالونه او تکنالوژۍ وټاکل او وکارول شي. که د وارداتو په برخه کې خنډونه وي، د بيې تفوق او د واردونکو اصلي مالونو، تکنالوژيو او استعداد لرونکو کسانو د جذب په ترڅ کې غوره ټاکنه هم نه شی تر لاسه کېدای.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای