د سينوا اژانس د خبر له مخې، د نړيوال بانک لومړې اجراييوي مشرې کريستلينا ګيورګيوا څو ورځې مخکې وويل، چې چين د لا ځواکمن او سالم مالي سيستم د ابادولو په هڅه کې دی، دا به د چين د ښه اقتصادي پرمختګ لپاره ګټوره وي.
نوموړې د رويټرس له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې د چين د مالي سيستم د اصلاحاتو ستاينه وکړه او و يې ويل چې ځواکمن او سالم مالي ارګانونه د تصديو د ګټو د لوړوالي لپاره ګټور دي او د چارو د جوړونې او نوښت په برخه کې مرستې برابرولی شي. نوموړې ويل، موږ به له لس سلنې نه لوړ د اقتصادي پرمختګ انډول و نه ګورو، خو هيله لرو چې د لا ښه کيفيت پرمختګ به وګورو.
نوموړې وويل، چې د څېړنې او ابتکار په برخه کې د چين پانګې ډېرې زياتې شوې چې شمېر يې د کورنيو توليداتو په عمومي ارزښت کې ٢ ٪ برخه نيولې، او دغه سويه د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان د غړو اقتصادي ځواکونو له منځنۍ سويې سره برابره ده.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |