CRI Online

د لي که چيانګ ليکنه د نوي زيلاند په ورځپاڼه کې خپره شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-27 16:28:21

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ په ٢٧مه نېټه د نوي زيلاند هيرالډ په نوم ورځپاڼه کې د چين صدراعظم لي که چيانګ يوه ليکنه خپره شوه چې سرليک يې دی (( د چين او نوي زيلاند ترمنځ د دوستانه همکاري د غره لوړې څوکې ته ختل)).

د صدراعظم لي که چيانګ په دې ليکنه کې راغلي دي چې دا زما لومړی ځل دی چې د چين د صدراعظم په توګه نوي زيلاند ته سفر کوم، خو د دې هېواد له منتوع کلتور، سمسور اقتصاد او ښکليو منظرو څخه خبر وم. سږ کال د چين او نوي زيلاند ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٤٥مې کليزې سره برابر دی، هيله لرم چې د دې سفر له لارې خپلمنځي دوستۍ لا ټينګې او د همکارۍ سويه لا لوړه کړو.

په دې ليکنه کې راغلي چې د چين او نوي زيلاند ترمنځ په اړيکو او همکاريو کې ډېر زيات (( لومړی )) تر ټولې جګې سطحې ته رسيدلې دي، له نوي زيلاند سره اړيکې د چين او پرمختللو لويديځو هېوادونو کې مخکښې دي. د تېرو ٤٥ کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې او په بېلا بېلو برخو کې همکاري بې سارې لوړې کچې ته رسيدلې او د ګډو ګټو پر بنسټ لا ټينګې شوې دي. د نړيوالو حالاتو د ننګونو په وړاندې، چين او نوي زيلاند بايد په ګډه سره د نړيوالې سولې د ساتنې، د سيمه ييز ثبات د پياوړتيا، د اقتصاد د نړيوال کېدو د هڅونې او د سيمه ييز او نړيوال پرمختګ او سمسورتيا لپاره خدمتونه وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای