د سين هوا اژانس د خبر له مخې،پر ځايي وخت د مارچ د ٢٧مې نېټې په سهار د چين صدراعظم لي که چيانګ په نوي زيلانډ کې د دغه هېواد له صدراعظم بيل انګليش سره خبرې اترې وکړې.
لي که چيانګ وويل چې د چين او نوي زيلانډ ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٤٥ کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل سياسي باور ټينګ شوی او د واقعي همکارۍ ستر پرمختګونه تر لاسه شوي دي.چين غواړي په پر له پسې توګه له نوي زيلانډ سره خپلمنځي سياسي باور او د بېلا بېلو کچو تګ راتګ پياوړی کړي.
صدراعظم انګليش وويل چې نوي زيلانډ د يو چين د پېژندنې پر تګلارې ټينګار او د يوه کمربند او يوې لارې پلان ملاتړ کوي.هغه هرکلی کوي چې چين په نوي زيلانډ کې لازياتې پانګې واچوي.دواړو خواوو د ګډې پاملرنې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه هم د نظريو تبادله وکړه.
تر خبرو اترو وروسته دواړو صدراعظمانو د اقتصاد او سوداګرۍ،کولتور،ښوونې،ساينس او ټېکنالوژۍ،ګمرکاتو او سيلانۍ په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريزو سندونو د لاسليکولو په مراسمو کې ګډون درلود.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |