د سين هوا اژانس د خبر له مخې،پر ځايي وخت د مارچ د ٢٧مې نېټې په غرمه د چين صدراعظم لي که چيانګ د نوي زيلانډ له صدراعظم بيل انګليش سره تر خبرو اترو وروسته يوه ګډه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه.
دواړو صدراعظمانو د خبرو اترو نتيجه بيان کړه.لي که چيانګ وويل چې د چين او نوي زيلانډ ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٤٥ کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو په چټک ډول پرمختګ کړی او د واقعي همکارۍ ستر پرمختګونه تر لاسه شوي دي چې د دواړو هېوادونو خلکو ته يې زياتې ګټې رسولي دي.دواړه هېوادونه بايد نړۍ ته د ورخلاص اقتصاد او د ازادې سوداګرۍ او د سيمه ييز ثبات او د نړيوالې سولې د ساتنې فعاله نښه وښيي.چين غواړي له نوي زيلانډ سره يو ځای په پر له پسې توګه خپلمنځي کولتوري تبادله پياوړې کړي.
بيل انګليش وويل چې دواړو خواوو د خبرو اترو په وخت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په اړه زياتې ګډې نظريې تر لاسه کړې دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |