CRI Online

په ننګرهار کې ١٨ وسله وال طالبان له سوله ييز بهير سره يو ځای شول

cri     (GMT+08:00) 2017-03-27 21:20:25

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د افغانستان د ننګرهار ولايتي ادارې د مارچ په ٢٧مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې په همدې ورځ ١٨ تنه وسله وال طالبان افغان حکومت ته تسليم شول.

په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې د افغانستان د سولې شورا د کوښښونو له امله ١٨ وسله والو طالبانو د زورزياتي له عملياتو څخه لاس واخيست او د هېواد په سوله ييز بهير کې يې ګډون وکړ.

د افغانستان د سولې شورا وايي چې له ٢٠١٠ کال راهيسې څه د پاسه ١٠ زرو وسله والو طالبانو په سوله ييز بهير کې ګډون کړی.خو طالبانو دا خبر رد کړی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای