CRI Online

د ايران ولسمشر حسين روحاني روسيې ته لاړ

cri     (GMT+08:00) 2017-03-28 09:03:22

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران ولسمشر حسن روحانې د مارچ په اوه ويشتمه نېټه د ايران د بهرنيو چارو، د صنايعو او تجارتي چارو، د نفتو چارو، دمخابراتو او مخابراتي تخنيکونو د وزيرانو او د مرکزي بانک د مشر په ملګرتيا روسيې ته لاړ.

د مالوماتو له مخې، روحاني به د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوټين او صدراعظم دميتري ميدويديف سره وګوري. دواړه خواوې به د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ لس تړونونه لاسليک کړي او د انرژۍ او اقتصاد په برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

روحاني په همدې ورځ له تهران څخه د خوځېدو په وخت کې خبري رسينيو ته وويل چې د ايران او روسيې ترمنځ د اړيکو پرمختګ نه يوازې د دواړو هېوادونو، بلکې د سيمې د ثبات د ساتنې لپاره مثبته اغيزه لري. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای