د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د سرمنشي مرستيال وياند فرهان حق د مارچ په ٢٧مه نېټه وويل، چې سرمنشي انتونيو ګوتريس له بېلا بېلو خواوو څخه د سوريې مسئلې په اړه د ژنيو د خبرو اترو د برياليتوب هڅولو غوښتنه وکړه.
نوموړي په همدې ورځ په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، ګوتريس د سوريې مسئلې په اړه له ځانګړي استازي ستافن دميستورا څخه بيا ملاتړ څرګند کړی او له بېلا بېلو خواوو څخه يې غوښتنه کړې چې په ژنيو کې د سوله ييزو خبرو اترو برياليتوب تامين کړي.
حق وويل، م م دې ته ژوره پاملرنه لري چې د سوريې په رقا کې د پر له پسې پوځي عملياتو له امله څلورلکه عام وګړي له امنيتي مسئلو سره مخامخ دي. م م اړوندو خواوو ته خبرداری کوي چې د نړيوال قانون سره سم بېلا بېلې خواوې د عامو خلکو او ملکي تاسيساتو د ساتلو مسئوليت لري.
د مارچ په ٢٤مه نېټه په ژنيو کې د م م په منځګړيتوب د سوريې د حکومت او د مخالفو ډلو د استازو ترمنځ د سوله ييزو خبرو اترو پنځم پړاو پيل شو.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |