CRI Online

د تبت د خودمختارې سيمې رئيس د مليونونو غلامانو د ازادولو د اته پنځوسمې کليزې د يادونې وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-28 09:41:05

 

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د مارچ اته ويشتمه نېټه د تبت د مليونونو غلامانو د ازادولو د اته پنځوسمې کليزې د يادونې ورځ ده. د اوه ويشتمې نېټې په شپه، د تبت خودمختارې سيمې رئيس ځيزارا د دې ورځې د يادونې لپاره ټلويزيوني وينا وکړه.

هغه وويل، په تيرو اته پنځوسو کلونو کې، د تبت وګړو د ډېرو ستونزو سره نه ستومانه کېدونکې مجادله وکړه. په دوه زره او شپاړسم کال کې، د تبت خودمختارې سيمې د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت لس سلنه زيات شوی، د سيمې د ښارګوټو او کليو د اوسېدونکو د منځني عايد د زياتېدو سرعت په ټول هېواد کې لومړی مقام نيولی دی. برسير پر دې، د دې سيمې اوه اويا زره بېوزله وګړي په نورو ځايونو کې په ښه توګه ځای پر ځای شوي،. يو لک او دېرش زرو بې وزله وګړو له بيوزلۍ څخه ځانونه ژغورلي دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای