د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په بېجينګ کې د سکرو کارونې وروستی برېښناکوټ څو ورځې مخکې وتړل شو چې له امله يې بېجينګ په چين کې لومړی داسی ښار ګرځېدلی چې د سکرو کارونې په وسيله د برېښنا توليد زمانه پای ته رسيدلې ده
. اوس په بيجينګ کې ٢٧برېښناکوټونه شته چې ټولټال د پاکې انرژۍ په وسيله برېښنا توليدوي چې ١٤ برېښناکوټونه يې د ګازو او نور ١٣ برېښنا کوټونه يې د بيا استعمالونکې انرژۍ په وسيله برېښنا توليدوي.
د ټاکلي پلان له مخې په راتلونکي کې به په بيجينګ کې لوی برېښناکوټ نه جوړيږي . د برېښنايي شبکې مطبوعاتي وياند وويل چې په بيجينګ کې برېښنايي شبکه به د برېښنا عرضې لپاره مساعده زمينه برابره کړي .
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |