CRI Online

د عرب ليګ د بهرنيو چارو وزيرانو له" دوو دولتونو " نه ملاتړ څرګند کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-03-28 14:30:47

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عرب ليګ د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه د مارچ په ٢٧ مه نېټه د اردن سيند په سوېما ښار کې ترسره شوه. په دې غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په موافقه سره پر دې ټينګار وکړ چې د فلسطين مسئله د ګردې عربي نړۍ کليدي مسئله ده ، د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د سولې د رامنځته کولو لپاره بايد پر" دوو دولتونو " ټينګار وشي.

د عرب ليګ د بهرنيو چارو وزيرانو له غونډې وروسته يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او پدې اعلاميه کې يې يوځل بيا له" دوو دولتونو " نه ملاتړ څرګند کړ، د عربي هېوادونو د سولې په تړون يې ټينګار وکړ ، پر بيت المقدس د اسرائيلو تېری يې وغانده او د م م په امنيت شورا کې د غړي په توګه د اسرائيلوله نومولوسره يې مخالفت وکړ.

د فلسطين له مسئلې پرته په دغه غونډه کې د سوريايي کډوالو بحران د حل او د ترهګرۍ پرضد مبارزې په هکله هم څو مسودې تصويب شوې او د عرب ليګ سرمشريزې غونډې ته به وړاندې شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای