CRI Online

چين به د سيلاونو د مخنيوي لپاره زيمبابوې ته يو مليارډ امريکايي ډالره ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-28 15:23:34

د سينهوا اژانس د خبر له مخې،په زيمبابوي کې د چين لوی سفير هوانګ پينګ د مارچ په ٢٧ مه نېټه وويل چې چين به زيمبابوې ته يو مليارډ امريکايي ډالره ورکړي څو چې په دې هېواد کې د سيلاونو له امله ځپلو وګړو ته د ژوند ضروري مواد برابر شي او له سيلاونو وروسته زيانمنو سيمو کې بيارغونه ترسره شي.

همدارنګه هوانګ پينګ زياته کړه چې د چين د سره صليب ټولنه به هم زيمبابوې ته ٥٠ زره امريکايي ډالره او په دې هېواد کې چيني اتباع او چيني تصدۍ به لس زره امريکايي ډالره ورکړي.

له وروستيو څو مياشتو راهيسې زيمبابوې کې سخت بارانونه اوريدلي او زياتې سيمې د سيلاونو له امله زيانمنې شوې دي چې له امله يې لږترلږه ٢٧١ کسان وژل شوي او تر ٢٠٠٠ زيات کسان بې کوره شوي دي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای