د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اردن پاچا دوهم عبدالله بن حسين د سعودي عربستان له پاچا سليمان بن عبدالعزيز السعود سره موافقه وکړه چې د يورانيوم کان د استخراج او تصفيې، د کوچنۍ اټومي بټۍ د جوړولو او د سمندري اوبو د پاکولو لپاره به په ګډه ٣ مليارډه امريکايي ډالره ولګوي.
د اردن حکومت د همدې ورځې په شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې دواړو هېوادونو په اردن کې د ځينو عمده سړکونو د ترميم په اړه يو تړون او د خبري رسنيو، اوبو او انرژۍ په برخو کې زيات همکاريز تړونونه لاسليک کړل.
دوهم عبدالله پر دې ټينګار وکړ چې عربي نړۍ بايد د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د يو بل پېژندنې پر بنسټ د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو د بيا پيل لپاره هڅې وکړي، څو چې د ختيځ بيت المقدس په مرکز د فلسطين خپلواک دولت جوړ شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |