CRI Online

يو لړ سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-28 16:09:11
افغانستان ایمرجېنګ کپ کې له سرېلنکا او هند سره سیالۍ لري

د ایمرجېنګ کپ په نامه د اسیا د کرکټ د اتولو لوبډلو ترمنځ سیالۍ د دوشنبې په ورځ ( مارچ ۲۷) په بنګلدېش کې پیل شوې چې پکې اته هېوادونه لوبيږي

افغانستان په الف ګروپ کې دی چې له هند، سرېلنکا او مالیزیا سره مخامخ دی. اوله لوبه یې د سیالیو په اوله ورځ له مالیزیا سره ده. مالیزیا په کرکټ کې تر افغانستان کمزوری بلل کیږي او شاید افغانستان ته کومه ستونزه جوړه نکړي

د اسیا د کرکټ شورا وايي د دغو سیالیو هدف یې د کرکټ وده او د نویو استعدادونو موندل دي. ټولې لوبې په دوو لوبغالو کې کیږي چې وروستۍ لوبه یې د اپریل په درېیمه ده

په بل ګروپ کې پاکستان، بنګلدېش، نیپال او هانګ کانګ دي. په اصل کې دا د ۲۳ کلنو لوبغاړو ترمنځ سیالۍ دي. د افغانستان دویمه لوبه د سه شنبې په ورځ له سریلنکا او درېيمه یې د پنجشنبې په ورځ له هند سره ده

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مخکنی لوبغاړی ریس احمدزی د دغې لوبډلې روزونکی دی،د شفق، ګلبدین،عثمان غني،نجیب ځدراڼ،شرف الدین اشرف او ځینو نورو پیاوړو لوبغاړو په موجودیت کې ښايي افغانستان هرې لوبډلې ته سرخوږی جوړ کړي. پیاوړو لوبډلو هم ځینې ملي لوبغاړي په لوبډلو کې شامل کړي

د دغو سیالیو پایلوبه پر تلویزون هم ښودل کیږي. افغانستان د هند او سرېلنکا سره سیالیو ته اندېښنه لري، خو د افغانستان وروستیو لوبو ته په کتو شاید هند او سرېلنکا هم افغانستان ته د یو عادي رقیب په سترګه ونه ګوري د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې د ۲۰۱۴ کال په نړیوال جام کې د سرېلنکا د ۱۹ کلنو لوبډلې ته ماتې ورکړې وه، خو تراوسه یې له هند څخه کومه سیالي نه ده ګټلې د افغانستان الف لوبډلې دغو سیالیو لپاره په هند کې درې تمریني‌ لوبې وکړې او درېواړه یې وګټلې. تر دې مخکې یې له زمبابوې الف سره د یوې ورځنیو سیالیو لړۍ هم ګټلې وه، د افغانستان الف لوبډله داسې مهال د اسیا د ایمرجېنګ کپ په سیالیو کې برخه اخلي چې ملې لوبډلې یې په روانې میاشت کې له ایرلنډ څخه د ۲۰ او یوې ورځنیو سیالیو لړۍ وګټلې د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ څلور ورځنۍ سیالي د سه شنبې په ورځ پیلیږي. د دغې لوبې ګټل ځکه افغانستان ته مهم دي چې د ټست درجې د ترلاسه کولو چانس یې زیاتیږي

افغانستان 'ګایمرجنګ' کپ سیالیو کې مالیزیا ته ماتې ورکړهبه خپله راتلونکې سیالۍ له سریلانکا او هند لوبډلو سره وکړ

د افغانستان کریکټ الف ملي لوبډله د رادبره کېدونکو یا ګایمرجنګ ' کپ سیالیو په خپلې لومړۍ لوبې کې مالیزیايي لوبډلې ته په ۱۵۵ منډو ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې لومړی منډې جوړې کړې چې په تاکل شویو پنځوسو اوورونو کې یې سیالې لوبډلې ته ۲۸۵ منډې هدف کېښود.

د افغانستان له لوري احسان الله ښه لوبه وکړه او دوو شپږیزو او لسو څلوریزو پر مټ یې ۱۰۸ منډې جوړې کړې.منیر احمد ۹۰ او نجیب ځدارڼ ۳۳ منډې وکړې.

خو د مالیزیا لوبډلې ته دا منډې ډېرې زیاتې وې. او ټول لوبغاړي یې د ۱۲۹ منډو په جوړولو سره وسوځېدل.

ټاکل شوې چې افغان الف لوبډله به خپله راتلونکې سیالۍ له سریلانکا او هند لوبډلو سره وکړي.

له افغانستان سره د ایرلنډ څلور ورځنۍ لوبه ولې ډېره مهمه ده؟

افغانستان او ایرلنډ د لویو وچو د هېوادونو د روانو څلور ورځنیو سیالیو تر ټولو دوه غوره لوبډلې دي. دا مهال ایرلنډ ۸۰ او افغانستان ۶۱ نمبرې لري او د اتو هېوادونو په کتار کې اول او دویم دي. په دغو څلور ورځنیو لوبو کې د هرې لوبې ګټل ۲۰ نمبرې لري، خو که په اول اننګز کې مخالف ټیم تر تا ډېرې منډې وکړې، اتومات شپږ نمبرې اخلي او په دې حساب کې که لوبه مساوي هم شي، د ۲۰ نمبرو څخه مخالف ټیم ته ۱۳ او تاته اووه نمبرې درکول کیږي. که افغانستان غواړي‌ چې تر ایرلنډ مخکې شي باید دغه سیالي داسې وګټي چې پوره ۲۰ نمبرې واخلي چې ټولې نمبرې یې ۸۱ شي او د جدول په سر کې راشي. د دواړو لوبډلو کپټانانو ویلي‌ چې د دغې لوبې ګټل ورته ډېر مهم دي. مګر ولې؟ ځکه چې د لویو وچو د هېوادونو د روانو سیالیو ګټونکي ته په ۲۰۱۸ کال کې د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړو لسو غړو هېوادونو له وروستي ټیم/ټیمونو سره د ټسټ لوبو چانس ورکول کیږي‌ او په هر بري سره به مخ په بره درومي. له ایرلنډ نه پرته د افغانستان دوه نورې څلور ورځنۍ لوبې پاتې دي‌ چې یوه یې له اماراتو او بله یې له هانګ کانګ سره ده. دا دواړه لوبډلې نسبتا کمزوري بلل کیږي مګر افغانستان باید خپلې ټولې پاتې لوبې وګټي او پوره نمبرې هم واخلي چې د ټست سیالۍ وکړي. د ایرلنډ پاتې دوه لوبې بیا له سکاټلند او هالنډ سره دي چې نسبتآ قوي لوبډلې بلل کیږي. ایرلنډ تر ټولو ډېرې د دغو سیالیو اتلولۍ ګټلي دي.

د افغانستان وروستیو بریاو ته په کتو وړاندوینې داسې دي‌ چې افغانستان به له ایرلنډ څخه دا لوبه هم ګټي، د ایرلنډ لپاره بد خبر دا دی چې پیاوړی لوبغاړی کوین اوبراین یې ژوبل شوی او کورته تللی دی. موږ ولیدل چې په تېرو لوبو کې تر ډېره سپین بالرانو مهم رول ولوبوه. د راشد، نبي، ظاهر/حمزه موجودیت افغانستان لپاره ښه خبر دی. رحمت شاه هم باولینګ کولی شي خو د افغانستان لپاره تر ټولو د اوپنرانو ښه پیل او ورپسې د مډل ارډر بیټسمینانو ښه لوبه او ملګرتیا مهمه ده. ایرلنډ او افغانستان داسې لوبډلې دي چې یوه یا دوه وړې غلطۍ یې د یو بل په وړاندې ماتې ته لار پرانیزي. دا به د لویو وچو هېوادونو په سیالیو کې د راشد خان لومړنۍ څلور ورځنۍ – فرسټ کلاس- لوبه وي. د ډي ډي تلویزون په مهالویش کې د افغانستان او ایرلنډ د سه شنبې د ورځې سیالۍ نشته، دغه تلویزون د ایرلنډ او افغانستان تېرې سیالۍ وښودلې.ليکنه: جعفر هاند

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای