د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د سپينې ماڼۍ وياند سين سپيسر د مارچ په ٢٧ مه نېټه وويل، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په ٢٨ مه نېټه د يوه اداري حکم په صادرولو سره د بارک اوباما غير ضروري اقليمي تګلاره لغوه کړي.
نوموړي په همدې ورځ د سپينې ماڼۍ په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د دغه اداري حکم هدف په هېواد کې د انرژۍ کارولو په اړه د نظارت او ادارې په برخه کې د غير ضروري خنډونو کمول دي څو چې د امريکا د انرژۍ امنيت پياوړی شي.
له دې نه يوه ورځ وړاندې د امريکا د چاپيريال ساتنې ادارې رئيس سکوټ پرويټ وويل، چې دغه اداري حکم به د پاک برېښنا پلان راوپرزوي کوم چې په ٢٠١٥ کال کې د بارک اوباما حکومت لخوا خپور شوی و.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |