CRI Online

کندهار کې د حکومتي ځواکونو پر يوې اډې بريد ٤ سرتيري وژلي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-29 08:48:20

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د جنوبي کندهار ولايت وياند د مارچ په ٢٨ مه نېټه وويل،چې طالبانو د ٢٧ مې نېټې په شپه پدې ولايت کې پر يوې پوځي اډې بريد وکړ او ورپسې يې له افغان امنيتي ځواکونو سره د څلورو ساعتونو جګړه وکړه چې پکې ٤ سرتيري وژل شوي او ٥ نور ټپيان شوي دي.

څو وسله وال طالبان په ډزې کې وژل شوي، خو د مرګ ژوبلې کره شمېره يې معلومه نه ده.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای