CRI Online

د روسيې او ايران ترمنځ اړيکې به د نوې کچې ستراتيژيکې ملګرتيا ته لوړې شي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-29 09:06:24

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د مارچ په ٢٨مه نېټه وويل، چې د روسيې او ايران ترمنځ همکاري لوړه او موثره ده او دواړه هېوادونه به د نوې کچې ستراتيژيکې ملګرتيا په لور د خپلمنځي اړيکو د ټينګولو لپاره هڅې وکړي.

د کريملين ماڼۍ ويبپاڼې خبر ورکړ چې پوټين په همدې ورځ د ايران له ولسمشر حسن روحاني سره خبرې اترې وکړې او يوه ګډه اعلاميه يې لاسليک کړه. پوټين له خبرو اترو وروسته په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، روسيه او ايران دوستانه اړيکې لري او يو د بل درناوی کوي، دواړه هېوادونه موافقه کوي چې په بېلا بېلو برخو کې د همکارۍ د ژوروالي لپاره به خبرې اترې وکړي او خپلمنځي اړيکې د نوې کچې ستراتيژيکې ملګرتيا ته لوړې کړي.

نوموړي وويل، روسيه او ايران به د داعش په شمول د افراطي ډلو پرضد مبارزې، د سوريې او افغانستان حالاتو د ثبات راوستلو په چارو کې همکاري وکړي.

روحاني په مطبوعاتي غونډه کې وويل، دواړو مشرانو په خبرو اترو کې د ايران او د اروپايي او اسيايي اقتصادي ټولنې ترمنځ د ازادې تجارتي سيمې د جوړونې په اړه بحث وکړ. د سيمه ييز امنيت په چارو کې دواړو هېوادونو د سوريې، افغانستان او يمن د حالاتو په باب اندېښنه څرګنده کړه.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای