د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ د ٢٨مې نېټې په غرمه، د چين صدراعظم لي که چيانګ د نوي زيلاند په اوکران کې د دې هېواد له صدراعظم بيل انګليشي سره د نوي زيلاند د بېلا بېلو برخو استازو په مېلمستيا کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه. د نوي زيلاند د سياستوالو او سوداګرانو په شمول له ٥٠٠ تنو نه زياتو استازو په دې فعاليت کې هم ګډون کړی و.
لي که چيانګ وويل، د چين او نوي زيلاند ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو ٤٥ کلونو راهيسې، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې په سالمه او ثابته توګه ټينګې او په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ پياوړې شوې دي. د چين او نوي زيلاند ترمنځ له دوستۍ څخه ښکاري چې د متقابل درناوي او برابرۍ پر بنسټ، بېلا بېل هېوادونه کولی شي چې د عمده موخو په باب ګډې نظريې پيدا کړي او ښه ملګرتيا وکړي.
لي که چيانګ دې ته اشاره وکړه چې د سوداګرۍ او پانګونې د ازادېدو او اسانه کېدو په بڼه د اقتصاد نړيوال کېدل د نړيوال اقتصاد د چټک پرمختګ خوځنده قوت دی. چين به د عرضې پر اصلاحاتو ټينګار وکړي او ورخلاصون به لا پياوړی کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |