CRI Online

نوي زيلاند ته د صدراعظم لي که چيانګ په سفر کې تر لاسه شوي برياليتوبونه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-29 09:46:40

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د نوي زيلاند د صدراعظم بيل انګليشي په بلنه، د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ له ٢٦مې نېټې څخه تر ٢٩مې نېټې پورې نوي زيلاند ته سفر وکړ. صدراعظم لي که چيانګ د دې سفر په ترڅ کې له ولسمشر پاتسي ريدي او صدراعظم انګليشي سره خبرې اترې وکړې. د دواړو هېوادونو مشرانو د دوه اړخيزو اړيکو او د ګډې علاقې وړ مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړې.

دواړو خواوو مواقفه وکړه چې د چين او نوي زيلاند ترمنځ د ازاد سوداګريز تړون په اړه به خبرې اترې وکړي، د يوه کمربند او يوې لارې د ابادۍ په برخه کې به خپلمنځي همکاري پياوړې کړي، او د کرنې او مالدارۍ، بنسټيزو تاسيساتو، تکنالوژۍ، کلتور، ښوونې او سيلانۍ په شمول برخو کې تګ راتګ او رښتينې همکاري به پياوړې کړي.

دواړو خواوو د اقتصاد او سوداګرۍ، کلتور، ښوونې، تکنالوژۍ، ګمرکاتو، سيلانۍ او نړيوال پرمختګ په برخو کې يو لړ همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای