CRI Online

د چين سفارت له فرانسې څخه غوښتنه وکړه چې په فرانسه کې د چيني اتباعو د امنيت او قانوني حقوقو د ساتلو لپاره تدبيرونه ونيسي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-29 10:19:02

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په فرانسه کې د چين سفارت د مارچ په ٢٨مه نېټه وويل، چې د چين د بهرنيو چارو وزارت او په فرانسه کې د چين سفارت هغې پېښې ته ډېره پاملرنه کوي چې د مارچ په ٢٦مه نېټه په فرانسه کې چيني تبعه له پوليسو سره شخړه کې ووژل شو، او سمدلاسه يې له فرانسې څخه اړوند معلومات وپوښتل او ورڅخه يې وغوښتل چې په فرانسه کې د چيني اتباع د امنيت او قانوني حقوقو د ساتلو لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي.

په فرانسه کې د چين سفارت په همدې ورځ په خپله ويبپاڼه کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې سفارت د مارچ په ٢٨مه نېټه يو ځل بيا د فرانسې د کورنيو چارو وزير د بهرنيو چارو سلاکار ته جدي احتجاج څرګند کړی او له فرانسې څخه يې غوښتنې کړې چې ژر تر ژره دا پېښه معلومه کړي او معقول توضيحات وړاندې کړي.

په اعلاميه کې راغلي چې فرانسې د اړوندې پلټنې د ژر تر سره کولو ژمنه کړې او نتيجه به خپره کړي، او په فرانسې کې له اوسيدونکو چينايانو څخه غوښتنه کوي چې سړه سينه وساتي.

د مارچ په ٢٨مه نېټه، د فرانسې په پاريس کې ځايي چينايي ډله د هغه چينايي په مرګ ماتم کوي کوم چې له فرانسوي پوليسو سره په شخړه کې ووژل شو.

(يامسين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای