CRI Online

د م م سرمنشي د کډوال منونکيو هېوادونو سره د لا زياتې مرستې غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-29 10:40:47

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انتونيو ګوټيريس د مارچ په اته ويشتمه نېټه له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د اردن په ګډون د کډوال منونکيو هېوادونو ته د لا زياتې مرستې غوښتنه وکړه.

هغه په همدې ورځ سوريې ته نژدې د اردن د کډوالو کمپ ته لاړ او د کډوالو د ځای پر ځای کېدو له امله يې د اردن د کوښښونو ستاينه وکړه او ويې ويل چې اړوند نړيوال سازمانونه دې پر اردن د فشار د سپکولو لپاره تدبيرونه ونيسي.

هغه په همدې ورځ د اردن له پاجا سره هم وکتل، دواړو خواوو د منځني ختيځ د سوله ييز بهير د اوسني حالاتو او ستونزو په اړه د نظريو تبادلې وکړې او موافقه يې وکړه چې د سوريې مسئله دې د سوريې د امنيت او ځمکنۍ بشپړتيا پر بنسټ حل شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای