د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په چين کې د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د مارچ په ٢٨مه نېټه په خبري ناسته کې وويل، چې چين د فيليپين د بهرنيو چارو وزارت اړوند مسئول ته بلنه ورکړې چې د روان کال په مې کې په چين کې د چين او فيليپين ترمنځ د جنوبي سمندر په اړه د دوه اړخيزو سلامشورو په غونډه کې ګډون وکړي.
نوموړې وويل، په جنورۍ کې د چين او فيليپين ترمنځ په شلمه ديپلوماتيکه سلامشوره کې د چين او فيليپين مشرانو له دې سره موافقه وکړه چې د جنوبي سمندر مسئلې په اړه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سلامشورو ميکانيزم جوړ شي او د دواړو هېوادونو د خارجه وزارتونو په مشرۍ د علاقه وړ مسئلو او په سمندري همکارۍ او امنيت د پياوړتيا په هکله به بحثونه وشي.
هوا چون ينګ وويل چې دواړه خواوې د اړوندو مشخصو چارو په باب د بحث په حال کې دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |