CRI Online

د چين اقتصادي کارپوهانو: چين به د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي يو ځايښت بهير هڅونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-29 16:39:32

د چين له پنځو صلاحيت لرونکو اقتصادي کارپوهانو څخه جوړ شوې يوه پلاوي اوس له جاپان څخه ليدنې کوي او په ترڅ کې به يې د جاپان له حکومت، پارلمان، اقتصادي او مطبوعاتي ټولنو سره د نظريو د تبادولو څو فعاليتونه تر سره کړي. د مارچ په ٢٨مه نېټه د چين اقتصادي کارپوه د جاپان د خبريالانو په کلب کې د جاپاني خبريالانو اقتصادي پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې د چين د عمومي اقتصاد د انسټيټيوټ مرستيال بي جي ياو په چين کې د روان کال د عمومي اقتصادي حالت په هکله مالومات ورکړل او ويې ويل (اواز) په عمومي لحاظ سره له دې چې تېر کال د چين اقتصاد له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخامخ و، خو ثابت پرمختګ يې موندلی دی. د روان کال له پيل څخه راپدې خوا د چين اقتصاد د روانېدو حالت او راتلونکی په وړاندې د شا ته د تګ فشارونه په څرګند ډول کم شوي. امکان شته چې د روان کال په لومړې ربع کې د اقتصادي زياتوالي اندازه د تېر کال د ٦اعشاريه ٧ سلنې د زياتوالي له انډول نه واوړي. البته د چين اقتصاد اوس لا هم د جوړښت تنظيمولو او بدلولو په کلي موده کې دی چې د توليد انرژۍ د شتوالي او پولي خطرونو له امله رامنځته شوي يو لړ جوړښتي توپيرونه او پټ خطرونه زيات دی. دا د ليدو وړ دی چې د چين اقتصاد به په راتلونکی کې د پيل په شان د پرمختګ حالت وساتي او يا نه، خو د تېر کال په پرتله فشارونه کم شوي دي.

د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې په بانک کې د جاپان د ګډون په هکله په دغه هېواد کې يوه کړکېچنه مسئله ده. د ځينو اقتصادي کارپوهانو په اند په دغه بانک کې ګډون کول به له جاپان سره مرسته وکړي چې د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو په ابادی کې لا زيات ګډون وکړي د جاپان اقتصاد ته نوې قوې ورسوي. خو د ځينو محافظه کاره کارپوهانو او خبري رسنيو په نظر که جاپان د چين په مشرۍ دغه بانک کې برخه واخلي، په عيني توګه به د اسيا په پولي بازار کې د اسيا د انکشاف بانک رول کمزور کړي او د امريکا او لويديځو هېوادونو په لارښوونه اوسنی نړيوال پولي نظام ته اغيزې ورسوي او دغه راز امکان شته چې په اسيا کې د جاپان مقام ټيټ کړي.

په دې هکله د چين د ماليي وزارت د مالي او اقتصادي چارو نړيوال مرکز منشي جو چيان وو وويل د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون برياليتوب د نړيوالو سازمانونو پولي اړيکې او ذهني ملاتړ نه سره جلا کوي. پخوا چين د څو اړخيزو پولي سازمانونو ګټه اخيستونکی هېواد و او اوس د څو پولي سازمانونو جوړونکی او ساتونکی هېواد دی او په راتلونکې کې به د څو پولي سازمانونو د کارونو ملاتړ وکړي تر څو لا زيات هېوادونه د چين د پرمختګ له بهير نه ګټې واخلي. هغه وويل (اواز)

د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک د بنسټ ايښودونکو هېوادونو شمېر ٥٧ و او د مارچ په ٢٣مه نېټه نور ١٣ نوي غړي پکې زيات شوي چې د غړيو عمومي شمېر اوس ٧٠ ته رسيدلی دی او د دغه بانک د غړيو د زياتوالي دغه پړاو به د ٢٠١٨ کال په پای کې سر ته ورسېږي، زما تر څارنې لاندې د دغه بانک د غړيو پيمانه به تر هغه وخت پورې نوره زياته شي. اوس څه دپاسه ٢٠ هېوادونه غواړي چې برخه په کې واخلي او له دې وروسته به دغه بانک به په ټوله نړۍ کې يوه څو اړخيزه سيمه ييزه انکشافي څانګه وګرځي چې د غړيو شمېر به يې تر ټولو زيات وي.

جو چيانګ وو له امريکا او جاپان څخه غوښتنه وکړه چې توپيرونه پرېږدي او ويې ويل چې د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک دروازه لا هم خلاصه ده او هېله لري چې امريکا او جاپان به د اسيايي هېوادونو د بنسټيزو تاسيساتو په ابادۍ کې خدمتونه تر سره کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای