د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د مارچ په ٢٩مه نېټه وويل چې چين له دې سره مخالفت کوي چې په امريکا کې د جنګي سيمې د توغنديو ضد سيستم ځای پر ځای کوی.چين يو ځل بيا له اړوندو خواوو څخه غوښتنه کړې چې د چين په ګډون د اړوندو هېوادونو معقولو پاملرنو ته په درنه سترګه وګوري او د ساد سيستم له ځای پر ځای کولو څخه لاس واخلي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د روانې مياشتې په ٢٨مه نېټه وويل چې روسيه او چين له دې سره مخالفت کوي چې امريکا غواړي په جنوبي کوريا کې د توغنديو ضد ساد سيستم ځای پر ځای کړي.دغه عمل به پر سيمه ييز امنيت ناوړه اغېزه وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |