CRI Online

افغان امنيتي ځواکونو په فراه ولايت کې ٤٧ وسله وال وژلي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-29 18:09:22

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د افغانستان د فراه ولايت لوړپوړی پوځي مامور راز محمد اورياخليل د مارچ په ٢٩مه نېټه وويل چې په همدې ورځ افغان امنيتي ځواکونو په فراه ولايت کې د وسله والو طالبانو پر اډو بريدونه کړي او ٤٧ وسله وال يې وژلي او ٥١ تنه نور يې ټپيان کړي دي.

په فراه ولايت کې د وسله والو طالبانو عمليات ډېر دي. د وسله والو طالبانو د سلپسرلي بريدونو د رارسېدو پر مهال پر وسله والو د افغان امنيتي ځواکونو بريدونه هم زيات شوي دي.له دې مخکې په ننګرهار ولايت کې ٣٦ وسله وال د افغان امنيتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای