CRI Online

په کابل کې د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د چين او افغانستان ترمنځ څېړنيزه غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-30 09:00:41

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د يوه کمربند او يوې لارې د ابادۍ په اړه د چين او افغانستان ترمنځ څېړنيزه غ ونډه د مارچ په ٢٩مه نېټه په کابل کې تر سره شوه.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت خليل کرزي، په افغانستان کې د چين سفير ياو جينګ، د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د چين د بهرنيو چارو وزارت د کارپوهانو ډلې په شمول د دواړو هېوادونو چارواکو، کارپوهانو، سوداګرو او په افغانستان کې د ځينو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازو په دې غونډه کې ګډون درلود.

کرزي په غونډه کې وويل، افغانستان د منځنې اسيا، جنوبي اسيا، منځني ختيځ او چين سره نښلوي، د افغانستان ښه جغرافيايي موقېعت د يوه کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره ګټور ارزښت لري، افغانستان به ترې د پرمختګ لوي فرصتونه واخلي. د چين او افغانستان ترمنځ د باروړونکو اورګاډيو تګ راتګ او د کابل او اوروموچي ترمنځ د مستقيمو الوتکو بيا پيل د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو نښې دي.

سفير ياو جينګ وويل، د يوه کمربند او يوې لارې غوښتنه به ګډ سيمه ييز پرمختګ ته ګټې ورسوي، چين هيله لري چې له بېلا بېلو خواوو سره همکاري پياوړې کړي.

د غونډې ګډون کوونکو د يوه کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې د چين او افغانستان ترمنځ د ټرانسپورټ پيوستون، د پانګوې او سوداګرۍ د پياوړتيا او کلتوري تګ راتګ په اړه بحثونه وکړل.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای