CRI Online

بريتانيې له اروپايي ټولنې د وتلو لړۍ رسمأ پيل کړه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-30 09:03:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، بريتانيې د مارچ په ٢٩ مه نېټه اروپايي ټولنې ته له دې ټولنې د وتلو رسمي غوښتنليک وړاندې کړ.

د اروپايي شورا مشر ډونالډ ټسک په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د بريتانيې له صدراعظمې نه مې د ٦ پاڼو غوښتنليک ترلاسه کړی،نن ورځ د اروپايي ټولنې اوهم د بريتانيې لپاره د خوښې وړ ورځ نه ده.

بريتانيه د اروپايي ټولنې لومړی غړی دی چې له ٤٤ کلن غړيتوب وروسته له دې ټولنې نه وتنه غواړي.

ډونالډ ټسک به د روانې مياشتې په ٣١ مه نېټه د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته د بريتانيې د بېلېدو په اړه د لارښوونې پلان وسپاري او د تصويبېدو لپاره به د اپريل په ٢٩ مه نېټه د اروپايي ټولنې د ٢٧ غړو هېوادونو د مشرانو په سرمشريزه غونډه کې پرې بحث وشي. ورپسې بريتانيه بايد په دوو کلونو کې د اروپايي ټولنې له نورو غړو هېوادونو سره خبرې اترې وکړي. بريتانيا ښايي د" دغې خداپامانۍ" لپاره له ٥٠ مليارډو څخه تر ٦٠ مليارډو يورو پورې بيه ورکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای