د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د بريتانيا استازي ماتهيو ريکروفت د مارچ په ٢٩مه نېټه وويل، که څه هم بريتانيا له اروپايي ټولنې څخه د وتلو بهير پيل کړی، خو له نړيوالې صحنې څخه به ځان ګوښه نه کړي. بريتانيا به د نوموړي بهير له بشپړېدو وروسته د م م په اکثرو چارو کې خپل دريځ بدل نه کړي. په همدې ورځ د اروپايي شورا مشر دونالد توسک وويل، چې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په اړه خبرو اترو کې هيڅ لاس بری نشته. په همدې ورځ اروپايي شورا د يوې اعلاميې په خپرولو سره له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو په مناسبت آفسوس څرګند کړ.
ريکروفت د مارچ په ٢٩مه نېټه وويل، چې بريتانيا تر زياتې اندازې پورې د امنيت شورا له لارې په نړيواله صحنه کې رول لوبوي، په هر حال کې چې بريتانيا په اروپايي ټولنه کې شامله ده او که نه، بريتانيا د امنيت شورا دايمي غړی دی او په پر له پسې توګه به په م م او نورو ځايونو کې د اروپايي ټولنې له نورو غړو سره نژدې همکاري وکړي. د بريتانيا ګټې او نظريې به په ناڅاپه توګه بدلې نه شي.
د بريتانيا لومړۍ وزيرې تريسا مې د مارچ په ٢٩مه نېټه په رسمي توګه اروپايي ټولنې ته د بريتانيا د وتلو پېغام وليږه. توسک د پېغام له منلو وروسته په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې دا د اروپايي ټولنې او بريتانيا لپاره د خوشحالۍ ورځ نه ده. هغه به د مارچ په ٣١مه نېټه غړو هېوادونو ته د بريتانيا د وتلو په اړه د لارښوونکې تګلارې يوه لايحه وړاندې کړې، تر څو د ٢٧ هېوادونو مشران د اپريل په ٢٩مه نېټه په ځانګړې سرمشريزه غونډه کې بحث وکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |