CRI Online

انټونيو ګوتريس : "دوه دولتونه " د فلسطين او اسرائيلو د شخړو د حل يوازينۍ لاره ده

cri     (GMT+08:00) 2017-03-30 09:35:52

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس د مارچ په ٢٩ مه نېټه د عرب ليګ د ٢٨ مې دورې په سرمشريزه غونډه کې وويل، چې "دوه دولتونه " د فلسطين او اسرائيلو د شخړو د حل يوازينۍ لاره ده.

نوموړي وويل، "دوه دولتونه " د فلسطينيانو او اسرائيليانو لخوا د ملي ارمان، سولې، امنيت او آبرومند ژوند د ترسره کولو لپاره يوازينۍ لاره ده. نړيواله ټولنه دې په مداومه توګه د فلسطينيانو ستونزو ته پاملرنه وکړي او هغه يواړخيز عمل ونه کړي چې د"دوو دولتونو " لپاره ګټور نه وي.

ګوتريس د اسرائيلو لخوا د يهودي استوګنځايونو د جوړولو په اړه پر دې ټينګار وکړ چې دا له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده او لړۍ يې بايد ودرول شي.

د اروپايي ټولنې د ډيپلوماتيکو او امنيتي تګلارو لوړپوړې استازې فيدريکا مغيريني"دوه دولتونه " د فلسطين مسئلې د حل يوازينۍ اغېزمنه لار وبلله او پر دې يې ټينګار وکړ چې د عربي هېوادونو ترمنځ صادقانه همکارۍ د سيمه ييزې سولې د رامنځته کېدو لپاره کليدي دي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای