CRI Online

د پاکستان مشهور انځور به په دايمي توګه د چين په هنري موزيم کې نندارې ته کېښودل شي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-30 09:44:38

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مارچ په ٢٩مه نېټه مشهور پاکستاني هنرمند جيمي انګينيرخپل نامتو انځور د بسپنې په توګه د چين هنري موزيم ته ورکړ. دغه انځور به په دايمي توګه په نوموړي موزيم کې نندارې ته کېښودل شي.

په چين کې د پاکستان سفير معسود خلد، هنرمند جيمي انګينير او د چين د هنري موزيم مرتسيال هو وې د بسپنې په مراسمو کې ګډون وکړ. هو وې په خپله ونيا کې وويل، پاکستان لرغونی تاريخ او کلتوري او هنري عنعنات لري، دا انځور يوه ښه بېلګه ده. هغه وويل، چې د چين په هنري موزيم کې د دغه انځور دايمي ننداره نه يوازې د پاکستاني هنرمندانو درناوی بلکې د چين او پاکستان ترمنځ د دوستۍ ژوروالي لپاره ده.

معسود خلد په خپله وينا کې د چين له هنري موزيم مننه وکړه او و يې ويل، چې هنري تګ راتګ د يوه کمربند او يوې لارې د غوښتنې يوه مهمه برخه ده، د دواړو هېوادونو د مشرانو او خلکو د هڅو له لارې د دوړاو هېوادونو ترمنځ دوستي د لا ټينګېدو په حال کې ده.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای