CRI Online

هند د مالياتو اصلاحاتو مسوده تصويب کړه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-30 09:55:07

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مارچ په ٢٩ مه نېټه د هند د استازو جرګې د مالياتو د اصلاحاتو نوې مسوده تصويب کړه. دا د هند د صدراعظم نرندرا مودي په مشرۍ د دغه هېواد د اقتصاد د عصري کېدو په پروسه کې د قانون جوړولو په برخه کې يو لوی برياليتوب بلل کيږي او په دې توګه به د هند اقتصادي طاقت چې پکې يو مليارډ او ٣٠٠ مليونه مستهلکين لري او کورنی توليدي ارزښت يې ٢٠٠٠مليارډو ډالرو ته رسيږي،رښتينی يوازی بازار شي.

په نوې تصوب شوې مسوده کې چې نوم يې دی دسوداګريزو توليداتو او خدمتونو د مالياتو قانون، د مرکزي حکومت او بېلابېلو ايالتونو د مالياتو سيستمونه به يو شي. يوازې سوداګريز توليدات به مصرف شي، ماليات به پيدا شي. اوس د زياتو پرمختللو هېوادونو په شمول څه باندې ١٥٠ هېوادونه د مالياتو دا ډول سيستم کاروي .

د ځينو څېړونکو په اند د مالياتو نوی قانون به د هند په اقتصادي وده کې نور ٢٪ زياتوالی راولي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای